د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
trtr

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مرکزي برخو یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د سمینار د پرانېستې په مراسمو کې ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ په چارو کې باید همغږي، حاضرۍ ته پابندي، اطاعت او ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو عملي چارو کې ګټه پورته کړئ.

د نظامي چارو مرستیال یو ځل بیا د زندانونو مسوولینو څخه وغوښتل چې زندانیانو سره داسې چلند وکړی، څو هغوی ستاسو له ښو اخلاقو څخه متاثره او خپلو تېرو ناروا کړنو پېښمانه او په راتلونکې کې د مصلح، نیکو او ګټور وګړو په څېر خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شي.

داراز، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" خپلو خبرو پرمهال وویل؛ په چارو کې عدالت، یوالی او ښه همغږي په اداره کې د یو ښه رهبري مواصفاتو ترڅنګ د بریالیتوب راز دی او یو اغېزمن رهبر کارکوونکو ته انګېزه ورکوي، څو د موخو د ترلاسه کولو لپاره روښانه لیدلوری رامنځته کړي او د خنډونو پر مهال د ټیم ترمنځ همغږي او ثبات وساتي.

همداراز، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید"

په خپل نوبت سره وویل؛ د اسلامي نظام او د وخت ارزښت سربېره تر لاس لاندې کارکوونکو او زندانیانو سره نیکو اخلاقو او پر ښه چلند ټینګار وکړ.

همداشان، له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق" د خپلو خبرو پرمهال، زندانیانو او د هغو له پایوازانو سره په نیک چلند د توصیې سربېره زیاته کړله، ستاسو ښه چلند کولی شي د هغوی د اصلاح سبب وګرځي.

بل لورته بیا، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ چې د شته فرصت څخه پوره او مثبته ګټه پورته او له یوبل سره خپلې تجربې شریکې کړئ.

همداراز، د سمینار ویناوالو په خپلو خبرو کې، د مشرانو پر اطاعت ټینګار سره وویل؛ د زندانیانو شرعي حقونه به خوندي او د انساني کرامت پر رعایتولو سره د زندانیانو د حال احوال څخه ځانونه خبر، غوښتنو او ستونزو ته به یې پر وخت رسیدنه وکړئ.

 

محرم الحرام ۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS