د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان او د اندونیزیا له سفیرانو سره ولیدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲ - ۹:۹
خارجی ها

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (پنجشنبې) په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان د عمومي منشي ځانګړي استازي ښاغلي طارق علي "بکیټ" د یاد سازمان له سفیر ښاغلي محمد سعید "العیاش"، د افغانستان لپاره د اندونیزیا له سفیر ښاغلي بودي راچمت "سوریاساپوترا" او مل پلاوو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او د زندانیانو لپاره  د خدمتونو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې، په داسې حال کې چې د ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد"، مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژيکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او د ادارې د عمومي رئیس سکرتر محترم ډاکټر محمد عوض "خپلواک" هم شتون درلود، راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړله چې ستاسو له د دوامدارې  ښې همغږۍ او همکارۍ خوښ یو او ویاړو چې په زندانونو کې مو داخلي او نړیوالو بنسټونو ته د دې ادارې له لوري د زندانیانو د انساني او شرعي حقوقو او خدمتونو د پاملرنې په موخه د لیدنو او کتنو زمینه برابره کړې او دغه اداره د زندانیانو خاصې پاملرنې ته ژمنه ده او تل په څېر به ورته غوره چوپړتیاوې براروي».  

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس له راغلي پلاوي سره په خبرو کې د زندانیانو لپاره د داخلي او نړیوالو بنسټونو همکاري هم مهمه یاده کړله او له نوموړو څخه یې د هغوی لپاره د تغذیې، د ښځینه محبوسینو لپاره د ځانګړو امبولانسونو، د روغتیایي تجهیزاتو او درملو، د کارکوونکو د لا مسلکي زده کړو لپار د روزنیزو ورکشاپونو، د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره د غذایي موادو، اختریزو مناسباتو او د یو شمېر زندانونو په لازمو ځایونو کې د جوماتونو د رغولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړله.

همدا شان، د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان او د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر هم د زندانونو چارو د سمون له ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړله چې د اړوندو یادو شویو برخو د همکارۍ په موخه به لازم قدمونه پورته کړي.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس راغلي پلاوي سره په ملګرتیا د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس، څخه لیدنه وکړله چې نوموړو د روغتیايي او یو شمېر نورو برخو د لیدنې ترڅنګ د یاد مرکز او سفارت له لورې په دې محبس کې د خیاطۍ شاپ چې د دوی په مالي ملاتړ جوړ شوی، پرانیست.   

 

شعبان المعظم ۲۱/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS