د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان او د اندونیزیا له سفیرانو سره ولیدل

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۵:۲۷
raise

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" نن (دوشنبې) په کابل کې د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان سفیر ښاغلي محمد سعید "الهیاش"، د افغانستان لپاره د اندونیزیا له سفیر ښاغلي بودي راچمت "سوریاساپوترا" او مل پلاوو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو د بل سره د همکاریو او د زندانیانو لپاره  د خدمتونو، مرستو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړلې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې، چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد"، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د ښوونې اوبیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د روغتیا رئیس محترم ډاګټر سیداحمد "اسحاقزي"، او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود ښاغلي محمد سعید "الهیاش" او ښاغلي بودي راچمت "سوریاساپوترا" په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړله:« د زندانیانو حق باید په دولت او سیاست پورې ونه تړل شي، هغوی ته د زده کړو، روزنو، ښه چلند کولو، غوره خدمتونو، اسلامي او بشري حقونو برابرولو ته جدي پاملرنه وشي.»  

همدا راز، محترم الحاج مولوي مستري په خپلو خبرو کې وویل؛ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري، مسوولین او پرسونل په اړوندو مرکزونو کې د ښځينه او نارینه محبوسینو، توقیفیانو او محجوزینو حقونو ته درناوی کوي او تر خپلې وسې زیات یې هغوی ته ښوونيزو او روزنیزو، حرفوي، ورزشي او نورو اړتیا وړ برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې کړې.

دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د راغلي پلاوي سره په خبرو کې د زندانیانو لپاره د تغذیې، د ښځینه امېدوارو محبوسینو او د هغوی د ماشومانو لپاره چې عمرونه یې کم او د دوی سره په محبس کې اوسېږي د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه د ځانګړي غذایي ځنځیر برابرولو، روغتیایي تجهیزاتو او درملو، د مسلکي زده کړو لپاره د خامو موادو، د ښځینه محبوسینو او محجوزینو لپاره د مسلکي زده کړو، روزنو، ورکشاپونو او د یو شمېر زندانونو په لازمو ځایونو کې د جوماتونو د رغولو په برخه کې د ملاتړ غوښتنه وکړله.

همدا شان، د افغانستان لپاره د اسلامي سازمان مرکز او د افغانستان لپاره د اندونیزیا سفیر هم د زندانونو چارو د سمون د ادارې سره په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ژمنه یې وکړله چې د اړوندو یادو شویو برخو په اړه به د نوموړي مرکز او مطبوع هېواد د چارواکو سره خبرې وکړي.

په پای کې د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د راغلي پلاوي په ملګرتیا د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس، مرکزي محبس او ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړله چې نوموړو په دې لیدنو کې د غوره چوپړتیاوو د برابرولو په پار خوښي څرګنده کړله.   

 

رجب المرجب ۱۹/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS