ولایتي خبرونه (کندهار، پروان) د کندهار زندان د ښوونیز مرکز څخه (۱۳۷) تنه زندانیان د قرآن کریم له حفظ  او حسن قرائت څخه فارغ شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۳:۴۶
ولایتی

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې چې د کندهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي محب الله ګرمسیري، د پوهنتون او د تمیز محکمې رئیسانو، علماوو، یو شمېر مسوولینو او د نوموړو زندانیانو د کورنیو غړو ګډون کړی و، د دې زندان ۱۳۷ تنو زندانیانو د قرآن کریم د حفظ او د حسن قرائت دورې څخه د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د کندهار ولایت د زندان رئیس یادو فارغ شویو زندانیانو ته د مبارکې ویلو ترڅنګ زیاته کړله، د خوښۍ ځای دی چې نن د دې زندان زندانیان د قرآن کریم د حفظ او حسن قرائت څخه فارغیږي.

ګرمسیري زیاته کړله، د نوموړې دورې ځېنو زندانیانو ته د حبس موده بښل شوې او ځېنو نورو ته د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.

همداراز، د دې ولایت د بېلابیلو ادارو مسوولینو په وینا د ا.ا.ا. د بیا واکمنېدو سره د هېواد زندانونه په اصلاحي او ښوونیزو مرکزونو بدل شوي، نو دلته ستاسو پاتې کېدل یوازې اصلاح کیدل دي.

د یو بل خبر له مخې، د سره صلیب نړېوالې کمیټې سمه ییزو مسوولینو د پروان ولایت د زندان رئیس سره یې د لیدنې ترڅنګ یاد زندان سره مرسته وکړله

 

داراز، د نړېوالې کمېټې استازو د یاد زندان مسوولینو وړاندېزونه او غوښتنې واورېدې او په راتلونکې کې یې یاد زندان سره  د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

همداراز، د پروان ولایت د زندان رئيس د سره صلیب نړېوالې کمېتې څخه د منني ترڅنګ له  کورنیو او نړیوال بنسټونو څخه زندانيانو ته د ورته مرستو غوښتنه وکړله.

 

جمادي الثاني ۵/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS