د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسي او مسلکي معاونیت اړوند ریاستونو او امریتونو په ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر تخنيکي او مسلکي مسایلو بحث اوخبرې اترې وشوې
ياده ناسته چې نن(پنجشنبې) د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او له عدلي او قضایي اورګانونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالله "حقیق"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاريقل "ادیب" او یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه ، په کې د مرکز او ولايتونو د زندانونو د پایوازۍ په برخه کې د اسانتیاوو په زیاتولو، د زندانیانو د اصلاح په موخه د ښوونېزو او روزنېزو برنامو د لا پیاوړتیا او د چوپړتیاوو برابرولو ترخوا د اړتیا وړ مهمو تخنیکي موضوعګانو په هکله خبرې اترې او مسوولینو ته د شرعي قوانینو په رڼا کې لازمې لارښونې وشوې.
د یادونې وړ بولو، چې د دغو ناستو موخه اداري چارو کې لا چټکوالی، په تخنیکي او مسلکي برخو کې ښه والی او کاري چارې د شرعي او تقنېني اسنادو په رڼا کې ترسره کول دي.
ربیع الثاني ۱۴/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت