د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

دغه غونډه، چې د دې ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په مشرۍ او د ادارې د پالېسي او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" او د ادارې د یو شمېر رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د شخصیتي دوسیو د برخې لا ښه تنظیم او د اسنادو لپاره یې مجهز ډېټابس جوړول، د ملاقاتیانو د تګ او راتګ لپاره سهولتونه برابرول او په ډيټابس کې یې د کورنۍ اصلي غړو نومونه ثبتول پریولړ نورو حقوقي او تخنیکي مسایلو خبرې اترې وشوې او په دې برخه کې د شرعي اصولو او تقنیني اسنادو په رڼا کې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز په یاده غونډه کې يو شمېر رئیسانو د چارو لا نور ښه والي لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه د ادارې له رهبرۍ سره شریک کړل، چې د رهبرۍ محترم مقام يې په اړه لازمې لارښوونې وکړې.
ربیع الثاني ۱۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت