ولایت خبرونه ( نیمروز، پنجشیر، پکتیکا، زابل) د نیمروز ولایت په زندان کې ۱۰ تنو زندانیانو د قرآنکریم د حفظ دوره پایته ورسوله
په دغو مراسمو کې چې د نیمروز والي محترم شیخ محمد قاسم خالد د دې زندان مسوولینو، قضیانو او یو شمېر علماوو هم ګډون درلود، ۱۰ تنه زندانیانو د قرآن کریم حفظ دوره پایته ورسوله.
د دې ولایت والي محترم شیخ محمد قاسم "خالد" فارغ شویو محبوسینو ته د قرآن عظیم الشان د حفظ د مبارکۍ ترڅنګ وویل، له نیکه مرغه اوس زندانونه په اصلاحي مرکزونو بدل شوي او زندانیانو ته دیني، عصري او حرفوي زده کړې ورکول کیږي.
محترم شیخ محمد قاسم زیاته کړه چې د محکومینو د اصلاح لپاره زندان یو اصل دی نو لازمه چې نوموړي کسان عبرت واخلي او له خپلو تیر کړنو څخه لاس په سر ، تقوا غوره او خپلو زده کړو ته دوام وکړي.
داراز، د نیمروز والي د زندانیانو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د ا.ا.ا. مسوولیت وباله او له نوموړي زندان سره د هراز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې پای کې یادو فارغ شویو زندانیانو ته فضلت پګړۍ ور پر سر او د فراغت سندونو د ورکړې ترڅنګ د یاد ولایت د محکمې د مسوولینو له لورې نوموړو حافظانو ته د بند په موده تخفیف هم ورکړل شو.
د یو بل خبر له مخې، د زندنو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه زندانیانو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په موخه په پنچشیر ولایت کې د نوي زندان د ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د پنجشیر والي، د دې ولایت د زندان امر، دښار جوړولو ریاست مسوولینو هم شتون درلود.
د زندان مسوولینو په وینا، نوموړې ودانۍ کې مدرسه، ښوونځی، د ماشومانو د اصلاح روزنې مرکز، مجهزې خونې صالونونه، اشپزخانه، عصري تشنابونه، شنه ساحه او نور د اړیتا وړ ځایونه لري او د زندانونو چارو د سمون ادارې له داخلي بودجې لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړېږي.
نوموړو مسوولینو زیاته کړه د یاد زندان ودانۍ په جوړېدو سره به زندانیانو ته لازمې اسانیتاوې برابرې او ستونزې به يې هوارې شي.
بل خوا بیا، د پکتیکا ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدافتاح "فاتح" له لورې محترم مولوي فضل الرحمن د یاد زندان د نظامي مدیر په توګه پرسونل او مسوولینو ته معرفي او د خیر د دعا په کولو سره یې ورته په چارو کې د بریاوو او ښو لاسته راوړنو هیله څرګنده کړه.
د پکتیکا د زندان امر په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې وویل چې په اداره کې ادلون او بدلون د ښې حکومتوالۍ یو اصل دی او زیاته کړه «زه هیله مند یم چې محترم مولوي فضل احمد به تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند ترڅنګ د زندانیانو د امنیت په خوندي کولو کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي. »
محترم مولوي فضل الرحمن هم د ادارې له خوا ده ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړه او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پروخت ترسره کوي.
همداراز، د نوموړو مسوولنیو د یاد زندان د اداري شعبو څخه لیدنه وکړه د چارو د لا ښه پرمخ وړلو په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښوونې وکړې.
بل لور بیا، د زابل ولایت زندان کې د سیرت النبي (صلی الله علی وسلم) تر عنوان لاندې سیالیو پایلې اعلان شوې.
دغه سیالۍ چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ځوانانو چارو د امریت د پوهنې ریاست له لورې په لاره اچول شوې لسګونو تنو زندانیان په کې برخه اخیستې وه
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د دې ولایت د زندان امر محمد هاشم حقاني، د اطلاعاتو او کلتور رئیس، او شمېر نور مسوولینو هم شتون درلود د یاد ریاست څخه د مننې ترڅنګ د زندانیانو د دینې پوهې لوړولو کې دا ډول برنامې اړینې یادې کړه او زیاته کړه چې د زندانیانو د ښې روزنې په موخه د ورته نورو برنامې هم جوړې کړي.
داراز، د یاد ولایت مسوولینو وویل دې سیالو موخه د خپل خواږه پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د ژوند کړو وړو او په ټولنه کې د نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) حسنه اخلاق زده کول یاد کړل او له دوی څخه يې وغوښتل چې په خپل ټولنیز ژوند کې د خپل محبوب پیغمبر (صلی علیه وسلم) پر نقش او قدم مخته لاړ شي څو د دینا او اخرت سعادت څخه برخمن شي.
په پای کې د یاد زندان د مسوولینو له لورې د دغې سیالۍ غوره زده کوونکو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.
ربیع الثاني ۵/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امرت