د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد
د هرات ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه درې ورځینی سمینار پای ته ورسېد
د هرات ولایت د زندان د مسوولینو له لورې د یاد ولایت د توقیفخونو د امرینو د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی درې ورځینی سیمینار پای ته ورسېد .
د نوموړي ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، یاد سیمینار کې د تجربه لرونکو ښوونکو په مټ د دې ولایت د توقیفخونو امرینو ته د تورنو د ساتنې، له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې، اباتې، محاکمو ته د تورنو انتقال، د هغوی د تسلیمولو طریقه او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهمو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړل شول.
داراز، د سمینار ګډونوالو د زندان رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې دا ډول سمینارونه د دوی د پوهې په لوړولو کې اړین دي او په اداري چارو یې مثبت اغیز کوي.
نوموړو ژمنه وکړه چې ترلاسه کړې زده کړې به له اړوندو توقیفخونو کارکوونکو سره شریکې او په کاري ماحول کې به ترې پوره ګټه پورته کړي.
د یادولو ده چې د یاد سیمنار په پای مراسمو کې د دې زندان د مسوولینو له لورې نوموړو امرینو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.
ربیع الاول ۲۳/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت