د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د (ای سي ار سي) موسسې له استازو سره ولید

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۴:۱۷
ای سی ار سی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن (پنجشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د سره سلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) د پروګرامونو د همغږۍ له مسوولې آغلې ریهام بشیر او مل پلاوي سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"  د یادې کتنې په ترڅ کې د ای سي ار سي له  همکاریو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د سره سلیب نړیوالې کمېټې پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه د نوموړې کمېټې له خوا بندیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۲:۲۱
Background image

ولایتي خبرونه (بامیان، میدان وردګ، پروان) بامیان ولایت په زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د یاد ولایت د زندان او د حج اوقافو ریاست په همغږۍ پیل شوې وه، پای ته ورسېده.

په دې اړه جوړو شویو مراسو کې د بامیان ولایت د زندان. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۲۸
Background image

د پکتیکا ولایت د زندان (۳۰) تنه بندیان د فلزکارۍ له حرفوي زده کړو څخه فارغ شول

د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله صلاح الدین وایي، د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په همکارۍ، د حرفوي زده کړو په لړۍ کې د یاد زندان ۳۰ تنه بندیان د فلزکارۍ له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ د محابسو مسلکي روزنیز دوه میاشتني کورس څخه د مرکز کابل په ګډون د (۳۳) ولایتونو د زندانونو (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیمي مرکز قوماندانۍ له ښوونیز او روزنیز کورس څخه چې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو له ډلي (۱۲۱) تنو افسرانو او ساتنمنانو دوه میاشتې زده کړو په دوره. . .

BACK TO NEWS