د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د (ای سي ار سي) موسسې له استازو سره ولید

news_admin
Thu, Jul 18 2024 2:17 PM
ای سی ار سی

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن (پنجشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" هم شتون درلود، په کابل کې د افغانستان لپاره د سره سلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) د پروګرامونو د همغږۍ له مسوولې آغلې ریهام بشیر او مل پلاوي سره په کتنه کې پر اړوندو مسایلو بحث وکړ.

په دې کتنه کې دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او راتلونکو پلانونو باندې خبرې اترې وکړې.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"  د یادې کتنې په ترڅ کې د ای سي ار سي له  همکاریو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده، چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د سره سلیب نړیوالې کمېټې پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه د نوموړې کمېټې له خوا بندیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS