د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل او هغوی سره د مرستو په موخه غونډه جوړه شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۱:۹
خوشی شوی

دغه غونډه، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په کوربه توب او د دې ولایت د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال مل پاسوال مولوي محمد طاهر "مبارز"، د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل مدیر محترم قاري ضیاالرحمن، یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او د خوشې شویو بندي مجاهدینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د یادو مجاهدینو د ستونزو د حل او له هغوی سره د ممکنه مرستو د برابرولو په اړه خبرې اترې وشوې. 
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ د امنیتي چارو مرستیال نوموړو مجاهدینو ته په خبرو کې وویل: «د ا.ا.ا. مشران ستاسو د ستونزو د حل لپاره ځانګړې برنامې لرې، څو ستاسو په شان وړ او په کار پوه کسانو ته ځای ورکړل شي او زه هم ژمنه کوم چې د دغې قومندانۍ په تشکیل کې به ستاسو له ډلې یو شمېر مجاهیدین په دندو ځای پرځای کړم».
په ورته وخت کې، دغو مجاهدینو د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ له یادې ژمنې مننه وکړه او د ا.ا.ا. له نورو مسوولینو څخه یې هم د دوی د برخلیک روښانه کولو او ستونزو ته یې د ژر تر ژره رسېدنه غوښتنه وکړه.
د غونډې په پای کې د ختیځ زون د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل مدیر د خپلو خبرو پرمهال، د دغو مجاهدینو د ستونزو د حل ترڅنګ د دوی د حقونو رعایتولو او ورته د پام وړ اسانتياوو برابرولو په موخه ډاډ ورکړ.

شوال المکرم ۲۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۵۱
Background image

 پکتیا ولایت په مرکزي زندان کې زندانیانو ته د قرآن کریم د تفسیر تعلیمي دوره د اختتامیه دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

یاده دوره چې د رمضان المبارک میاشتې د رارسېدو په مناسبت د شعبان میاشتې په پنځمه نېټه د محترم شیخ مولوي محمد ضابط "الحنفي" له لوري پیل شوې وه، د پای ته ورسېده

د پکتیا ولایت د زندان د مس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۱
Background image

ولایتي خبر:(هرات) د هرات ولایت په زندان کې (۲۱۵)تنه محبوسین او محجوزین د قرآن کریم د تجوید، ناظرې، حرفوي زده کړو او سواد زده کړې له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې، چې د دې ولایت د زندان او سیمه ییزو مسوولینو ګډون درلود، د زندان رئیس محترم مولوي شراف الدین مخلص وویل، دغه تعلیمي او مسلکي پروګرامونه د دې لپاره تنظیم شوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۱:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه: (ننګرهار، غزني) د ننګرهار او غزني ولایتونو د زندانونو د امنیتي پرسونل او زندانیانو له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان او ترجمې ختمونه پایته ورسېده

د یادو زندانونو مسوولینو په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضیلتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت او مغفرت میاشت ده،. . .

BACK TO NEWS