د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه محبس کې د یو روغتیایي کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۵۳
kabul

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه او د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو د ریاست په هڅو او د (UNODC) موسسې په همکارۍ د کابل ولایت د څرخي پله په ښځینه محبس کې د یو روغتیایي کلینیک د جوړولو چارې پیل شوې.
د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سید احمد "اسحاقزي" په وینا یاد روغتیايي کلینیک به پرطبي وسایلو سمبال وي چې پرمټ به یې ښځینه محبوسینو ته د ښځينه ډاکټرانو او طبي متخصصینو له خوا روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي.
په ورته وخت کې، د (UNODC) موسسې پلاوي د کابل ولایت د توفیفخونې او ښځینه محبس د پایوازانو ته د لا اسانتیاوو رامنځ کولو په موخه د یوه سرپټې د جوړولو ژمنه هم وکړه چې د کابل ولایت د توفیفخونو رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" د نوموړې موسسې یاده چاره وستایله او زیاته یې کړه چې له دې سره به د پایوازۍ بهیر لا منظم او نوموړي به له موسمې بدلونونو څخه خوندي پاتې شي.
دا راز، نوموړي د یادې موسسې څخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړیوالو همکارو بنسټونو هم  غږ وکړ چې له محبوسینو سره په مختلفو برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
 
د یو بل خبر له مخې، د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ولایت د څرخي پله له ښځینه محبس سره د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو د دغه ولایت له ښځینه محبوسینو سره د (صف) همکارې موسسې له لوري د اړتیا وړ توکو مرسته وشوه چې د یاد محبس د مسوولینو له لوري په روڼه توګه په محبوسینو ووېشل شوه.
دا راز، د ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم ډاکټر سېداحمد "اسحاقزي" د (صف) موسسې له مسوولینو څخه د نوموړې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ له نورو داخلي او نړیوالو همکارو بنسټونو څخه هم د دوامدارې مرستې او همکارۍ غوښتنه وکړه. 

شوال المکرم ۱۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست    
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS