د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال او مل پلاوي یې د کابل ولایت له ښځینه محبس څخه لیدنه وکړه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۳ - ۹:۳۳
اناثیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د شخصیتي دوسیو د امر محترم مولوي عبدالقیوم "قریب" او د کورني تفتیش د ریاست د غړي قاري محمد یونس "سحر" په ګډون د یو پلاوي مشرۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان ښځینه محبس ته ولاړ او هلته یې له مسوولینو سره د ښځینه محبوسینو لپاره د برابرو شویو اسانتیاوو او ځینو ستونزو د حل په اړه خبرې اترې وکړې.
 داراز، د یاد محبس مسوولینو په دې خبرو اترو کې د نوموړو محبوسینو روا غوښتنې هم شریکې کړې، چې د پلاوي له خوا یې د ادارې د رهبرۍ او نورو مسوولینو په ملتیا ورته د رسېدو ژمنه وشوه.

جمادي الثاني-۲۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS