د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي مربوطه برخې له خوا د هرات ولایت زندان ته یو اندازه اداري او روغتیايي توکي واستول شول

د هرات ولایت د زندان د ریاست مسوولین وايي، دوی نن د دغې ادارې له مرکزي اړوندې برخې څخه د یاد زندان د ښځینه محبس لپاره یو اندازه اداري او روغتیايي اړین توکي ترلاسه کړل.
یاد مسوولین زیاتوي، چې په دغو توکو کې د جامو مینځلو صابون او پوډر، جان پاک او نور روغتیايي توکي شامل وو، چې د نوموړي محبس پر ښځینه محبوسینو یې وویشل.
مسوولینو داراز وویل، چې دوی د دې ترڅنګ د دغه محبس لپاره فرشونه، د اوبو تصفیه کولو یا فلټر ماشین او د اداري چارو لپاره کاري او دفتري مېزونه او څوکۍ هم ترلاسه کړې دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین تل په دې هڅه کې دي، چې د هېواد د مرکز او ولایتونو زندانونونو، زندانیانو او ملکي او نظامي پرسونل ته جدي پاملرنه ولري، څو یې ستونزې پروخت حل، اړتیاوې یې پوره او چارې یې په ښه توګه ترسره شي.
جمادي الثاني-۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت