د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکزي برخې له خوا د سرپل ولایت د زندان له ښځینه محبس سره نغدي مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۵ - ۹:۴۵
سرپل

د هېواد زندانونو ته د دغې ادارې د رهبرۍ او مسوولینو د پاملرنې په دوام، دا ځل د ادارې د اړوندې مرکزي برخې له خوا د سرپل ولایت د زندان د ښځینه محبس له هغو محبوسینو میندو سره د یو اندازه نغدو پېسو مرسته وشوه، چې ماشومان یې ورسره په محبس کې اوسېږي.
د سرپل د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي" په دې اړه د جوړو شویو مراسمو پرمهال وویل، دا مرسته شوې پېسې د ادارې د رهبرۍ د شفقت له مخې او د نوموړو میندو اړتیا ته په کتو چمتو شوې وې، چې پر هغوی یې په پوره امنتولۍ او روڼه توګه وويشلې.
د سرپل ولایت د زندان یادو محبوسینو د خوښۍ په څرګندولو د ادارې له رهبرۍ او مسوولینو څخه مننه وکړه.
د یو بل خبر له مخې، د سرپل ولایت د زندان په مالي لګښت د ځینو ځایونو رغنیزې چارې پیل شوې دي، چې د مسوولینو په وینا په بشپړېدو سره به یې په یاد زندان کې لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

جمادي الثاني ۱۲/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS