ولایتي خبرونه (سرپل-غور- بغلان) د سرپل ولایت د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
دغه توکو جوپه د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د نوموړي ولایت د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو ته سپارل شوې چې موخه یې ترې محجوزینو ته پاملرنه او هغوی له سړې هوا څخه خوندي ساتل دي.
په ورته وخت کې، د سرپل زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه، د دغو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې او پټوان په کې شامل دي په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه به یې په محجوزینو وویشي.
د یوبل خبرله مخې، د غور ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي سخي الرحمن او مل پلاوي یې د نوموړي زندان له مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره په کتنه کې، د هغوی د محکماتي چارو، جرمي دوسیو او نورې اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.
بل خوا بیا، د بغلان ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه راغلو متخصصو ډاکټرانو د یاد ولایت د زندان له زندانیانو سره ولیدل او د روغتیايي وضعیت د ارزونې وروسته یې د هغو بندیانو چې ناروغي یې لرله درملنه ترسره کړه.
جمادي الثاني ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت