د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال تخار ولایت له مرستیال والي سره تر لیدنې وروسته د دې ولایت د زندان نوی امر معرفي کړ
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تخار ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د نوموړي ولایت له مرستیال والي سره ولیدل او د زندانونو چارو، امنیتي وضعیت او یو شمېر نورو اړوندو مهمو مسایلو په اړه یې خبرې اترې وکړې.
داراز، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د همغږۍ د لا پیاوړتیا او د شته ستونزو د حل په هکله هم بحث وکړ.
ورپسې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د تخار ولایت زندان ته ولاړ او هلته یې قاري محمد انور "بشیر" د نوموړي زندان د نوي امر په توګه د ټولو ملکي او نظامي پرسونل ته ور وپېژاند او هغوی ته یې د نوي امر سره د ښې همکارۍ او په ګډه د زندانیاو لپاره د خدمتونو وړاندې کولو او د ژوندانه د اسانتیاوو برابرولو او نورو چارو لا ښه پرمخ وړلو اړوند ګټورې سپارښتنې او لارښوونې وکړلې.
همداشان، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال له زندانیانو سره هم وکتل، د هغوی غوښتنې او ستونزې یې له نږدې واورېدې او ډاډ یې ورکړ چې قانوني او مشروع غوښتنو ته به یې د امکاناتو په حدودو کې رسېدنه وشي.
داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د تخار د زندان اداري، روغتیایي، تعمیراتي، امنیتي او خدماتي برخې، د زندانیانو د استوګنې ځایونه، پخلنځی او نورې بېلابېلې برخې له نږدې و ارزولې او مسوولینو ته یې لازمې سپارښتنې وکړې.
ربیع لاول ۲۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
