ولایتي خبرونه (سرپل-غور- بغلان) د سرپل ولایت د اصلاح او روزنې مرکز له محجوزینو سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۲:۵۰
ولایتی

دغه توکو جوپه د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري د نوموړي ولایت د اصلاح او روزنې مرکز مسوولینو ته سپارل شوې چې موخه یې ترې محجوزینو ته پاملرنه او هغوی له سړې هوا څخه خوندي ساتل دي.
په ورته وخت کې، د سرپل زندان مسوولینو د مرکزي ادارې څخه د مننې ترڅنګ یاده مرسته اړینه و بلله او زیاته یې کړه، د دغو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې او پټوان په کې شامل دي په پوره امانتوالۍ او روڼه توګه به یې په محجوزینو وویشي. 

د یوبل خبرله مخې، د غور ولایت د مرافعې محکمې رئیس محترم مولوي سخي الرحمن او مل پلاوي یې د نوموړي زندان له مسوولینو سره د زندانیانو محکماتي چارو او د دوسیو په اړه خبرې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره په کتنه کې، د هغوی د محکماتي چارو، جرمي دوسیو او نورې اړوندو ستونزو او غوښتنو په اړه معلومات ترې واورېدل او د ژر حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ. 

بل خوا بیا، د بغلان ولایت د زندان مسوولینو په هڅو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست څخه راغلو متخصصو ډاکټرانو د یاد ولایت د زندان له  زندانیانو سره ولیدل او د روغتیايي وضعیت د ارزونې وروسته یې د هغو  بندیانو چې ناروغي یې لرله درملنه ترسره کړه.

جمادي الثاني ۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۲۲
Background image

معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها با والی ولایت بغلان دیدار نمود

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم " طارق " معاون نظامی اداره تنظیم امور زندانها طی سفر رسمی که عازم ولایت بغلان گردیده بود، با والی ولایت بغلان دیدار نمود.

در این دیدار والی محترم . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۵
Background image

مسئولان اداره تنظیم امورزندانها به منظور بررسی  وضعیت تعیمراتی و امور اداری از زندان و توقیفخانه ولایت جوزجان دیدار نمودند

محترم مولوی کمال الدین "زاهد" رئيس زندان ولایت بلخ، محترم حاجی ملا عبدالله‌جان "بلال"  رئيس تعیمرات اداره تنظیم امور زندانها و محترم داکتر محمد عوض" خپلواک " سکرتر مقام اداره به منظور. . .

BACK TO NEWS