د زندانونو چارو د سمون ادارې په رهبرۍ ناسته کې مراجعینو ته د لازیاتو اسانتیاوو پر برابرولو بحث وشو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۷ - ۱۵:۱۸
رئیس عمومي

دغه ناسته، چې د نوموړې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف"مستري" په مشرۍ او د ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج اسدالله "مولانا" او یو شمېر رئیسانو، ملکي او نظامي مسوولینو په ګډون جوړه شوې وه، په کې د هېواد د زندانونو ستونزو اړتیاوو ته د رسېدنې، د زندانونو د مسوولینو ترمنځ د همغږۍ لاپیاوړې کولو، مراجعینو ته د اسانتیاوو برابرولو او ځینو نورو مهمو مسایلو په هکله هراړخیز بحث وشو.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي محمد یوسف"مستري" په یاده ناسته کې وویل: « د مسوولینو ترمنځ همغږي په چارو کې شتو نیمګړتیاوو ته په لنډ وخت کې د حل لار پیدا کولو سره مرسته کوي او د عملي ګامونه پورته کولو لامل کېږي».

همدا راز، د ناستې یو شمېر ګډونوالو د چارو د لا ښه توب او ګړندیتوب په اړه خپل وړاندیزونه او نظرونه شریک کړل، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا یې تر غور وروسته په هکله لازمې لارښوونې وشوې.

 

جمادي الثاني- ۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS