د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس د سره صلیب کمېټې له مشرې سره و کتل

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۵۰
ملاقات رییس عمومی

محترم مولوي محمد یوسف "مستري" په خپل کاري دفتر کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د اقتصادي برنامو رئیس محترم ډاکټر سیداحمد "اسحاقزی" هم ورسره وو د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له مشرې اغلې کاتارینا ریټز په مشرۍ پلاوي سره په کتنه کې د دواړو لوریو پرخپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره په کډو همکاریو، تخنیکي مرستو او په زندانونو کې د مختلفو برخو کارکونکو ته د ظرفیت لوړونې په اړه بحث وکړ.
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم مولوي مستري د یادې کتنې په ترڅ کې د ای سي ار سي له مخکینیو مرستو مننه وکړه او هیله مندي یې وښوده چې په هېواد کې نورې ملي او نړیوالې مرستندویه موسسې دې هم له دغې ادارې سره د مرستو او کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې پلاوي هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او له دغې ادارې څخه یې د نوموړې کمېټې له خوا زندانیانو او زندانونو ته په شفافه توګه د مرستو رسولو او ویشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړه.

جمادي الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS