د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بالا مرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړه

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۴ - ۱۴:۴۳
بادغیس

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د بادغیس ولایت د زندان امر ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د دې ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ ته په سفر لاړ او هلته یې د توقیفخونې له مسوولینو سره د توقیفیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه خبرې وکړې.
پلاوي د نوموړې توقیفخونې د خوړو(اعاشې)، اباتې، پخلنځی، برېښنا او بېلا بېلې تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي ټاورونه، قراولونه او امنیتي پوستې په جلا جلا توګه وارزولې او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې. 
داراز، پلاوي د یادې ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره هم ولیدل او د توقیفخونې د امنیتي وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې چې د نوموړو له لوري ورته په دې برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

د یو بل خبر له مخې د پکتیکا ولایت د زندان عمومي چاپېریال د ښځلو او له کاره لویدلو توکو څخه پاک شو
د یاد زندان مسولینو په وینا، یاده چاره یې د زندانیانو او پرسونل د روغتیا ساتنې او د چاپېریال پاکوالي په موخه ترسره کړې او هغه توکي چې له کاره لویدلي وو په یوه خوندي ځای کې ځای پرځای کړي دي. 

جمادي الاول ۱۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان او بادغیس ولایتونو د زندانونو څخه (۱۷۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د جوزجان او باغیس د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۱:۴۷
Background image

ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده

د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۰:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې نوى رئیس په دنده وګومارل شو

د ا.ا.ا. امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث محترم مولوي هبة الله "اخندزاده" (حفظه الله) د حکم پر اساس محترم مولوي محمد عمر "مخلص" د یادې ادارې د ازادۍ پر سلب ځایونو د څارنې د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS