(پکتیکا – سمنګان) د پکتیکا ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو لپاره یوه توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۳ - ۱۳:۵۹
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د پکتیکا د زندان مسوولینو د دې ولایت د اورګون او سروبي ولسوالیو لپاره یوه توقیفخونه چې د یادو ولسوالیو ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فعاله او د ګټې اخیستنې تر څنګ د خوشامند، ډیلي او ګومل ولسوالیو توقیفخونو لپاره منظور شوی تشکیل هم ولېږدوه. 
د پکتیکا ولایت د زندان د مسوول محترم مولوي محمد هاشم حقاني په وینا یاده توقیفخونه په معیاري ډول جوړه او تر لسګونو تنو پورې د توقیفیانو د ساتنې ظرفیت لري چې تر ډیره بریده به د یادو ولسوالیو د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه وشي.
په ورته وخت کې، دغه مسوولین زیاتوي چې د دې ولایت د یو شمېر ولسوالیو له ملکي او نظامي مسولینو سره یې امنیت د ټنګښت په اړه د خبرو ترخوا د توقیفخونو د اړوندو چاروې وضعیت هم ارزولی دی.  

د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د زندان يوتن  پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) د چپلکو په واسطه دياد ولایت  زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي اورګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال کشف، ضبط او له لېږدونکي سره یو ځای یې د یوې دوسې په ترڅ کې رسماً اړوندو برخو ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شو.

ربیع الثاني ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ د ادارې د تعمیراتو رئیس محترم حاجي عبدالرحمن "عابد" په ملتیا د یادې توقیفخونې د نوې ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۰:۷
Background image

ولایتي خبرونه: (بدخشان، نورستان، بادغیس)

د بدخشان، نورستان او بادغیس ولایتونو په زندانونو کې، چې پرسونل او زندانیانو ته د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمې او تفسیر درسونه د شعبان میاشتې په پینځمه نېټه پیل شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
Background image

د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د. . .

BACK TO NEWS