ولایتي خبرونه: ( پکتیا، خوست) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) کتاب لوستلو سیالۍ پیل کیږي
د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یادو سیالیو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته کړله، چې دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.
یاده سیالۍ، چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې پیلیږي، د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته یو لړ ډالۍ هم ورکړل شي.
خوست:
د خوست زندان سره د نوراني قاعدو،اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه
د دې ولایت زندان د زندانیانو د ديني پوهې لوړونې په موخه د نقیب الله "ځلاند" خییر شخص له لورې د نوراني قاعدو، اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه.
دغه کتابونه او نوراني قاعدي د خوست زندان نظامي مدیر مولوي عمرګل "خبیب" ته وسپارل شول، څو د زندانیانو د دیني زدهکړو، اصلاح او معنوي روزنې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.
د زندان مسوولینو، د نقیب الله ځلاند له دې نېک، خیرخواهانه اقدام څخه مننه وکړله او نورو خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله
ربیع الثاني ۱۵/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
