ولایتي خبرونه: ( پکتیا، خوست) د پکتیا ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) کتاب لوستلو سیالۍ پیل کیږي

news_admin
Mon, Sep 28 2026 12:11 PM
tyerure

د یاد زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د یادو سیالیو په اړه له ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته کړله، چې  دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.

یاده سیالۍ، چې د کوثر فرهنګي ټولنې سره په همغږۍ د نوموړي زندان د مسوولینو له لورې پیلیږي، د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته به بریالیو ګډونوالو ته یو لړ ډالۍ هم ورکړل شي.

خوست:

د خوست زندان سره  د نوراني قاعدو،اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه

د دې ولایت زندان د زندانیانو د ديني پوهې لوړونې په موخه د نقیب الله "ځلاند" خییر شخص له لورې د نوراني قاعدو، اسانه لمونځ او تعلیم الاسلام کتابونو مرسته وشوه.

دغه کتابونه او نوراني قاعدي د خوست زندان نظامي مدیر مولوي عمرګل "خبیب" ته وسپارل شول، څو د زندانیانو د دیني زده‌کړو، اصلاح او معنوي روزنې په برخه کې ترې ګټه واخیستل شي.

د زندان مسوولینو، د نقیب الله ځلاند له دې نېک، خیرخواهانه اقدام څخه مننه وکړله او نورو خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه وکړله

 

ربیع الثاني ۱۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS