ولایتي خبرونه( پروان- پکتیکا- میدان وردګ- بامیان ) د پروان د زندان رئیس د دغه ولایت د امربالمعروف و نهې عن المنکر له پلاوي سره وکتل

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۱۳:۴۷
ولایتی

د دغه زندان رئیس محترم شېخ عبدالرحیم"احمد"  د دې ولایت د امربالمعروف او نهې عن المنکر له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او پر یو لړ مربوطه موضوعګانو یې خبرې اترې وکړې.
داراز، یاد پلاوي د دغه زندان له پرسونل سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي، چې خپلې چارې لا نور هم د اسلامي قوانینو په رڼا کې ترسره او زندانیانو سره له ښو اخلاقو څخه کار واخلي، څو یې په خبره نوموړي په ښه روحیه بیا وروزل شي.
په ورته وخت کې، د پروان ولایت د زندان مسوولینو هم نوموړي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې دوی به خپل مسوولیتونه په پوره امانتولۍ ترسره او له زندانیانو سره د نېک چلند په کولو سره هغوی د جرم له بیا تکرار څخه ډډه کولو ته راوبلي څو بیا د شرعي اصولو او د ټولنې د نظم خلاف اعمال ترسره نه کړي. 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا او میدان وردک ولایتونو په زندانونو کې د زندانیانو ترمنځ د ولیبال سیالۍ چې د دې ولایتونو د بدني روزنې امریتونو اړوند د والیبال فدراسیون او مرکزي محبس د مسوولینو له لوري په لاره اچول شوې وې پای ته ورسېدې. 
د دغو زندانونو مسوولین زیاتوي :« یادې سیالۍ  چې په دوستانه ډول جوړې شوې وې د څو ورځو په موده کې پای ته ورسېدې چې موخه مو  ترې زندانیانو ته د سالمې فضا برابرول او ورزش ته هڅول وو».
داراز، د یادې سیالۍ په پای کې د دغو زندانونو د مسوولینو له خوا غوره زنداني لوبغاړو ته د لا هڅونې په هدف جایزې هم ورکړل شوې.

بلخوا بیا، د بامیان ولایت د زندان مسوولینو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د مرستندویه ماموریت "یوناما" د بشري حقونو د برخې له پلاوي سره ولیدل او د زندانیانو د ژوندانه د وضعیت، د هغوی د بشري حقونو د خوندیتوب او په نورو اړوندو موضوعاتو یې ورسره خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي زندان له زندانیانو سره هم لیدلي او له خپله اړخه يې ورسره د نورو مرستو او همکاریو ډاډ ورکړی.   

رجب المرجب ۴/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج لوی پاسوال محمدکاظم طارق تېره ورځ په داسې حال کې چې د کندز د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" یې هم ملتیا کوله، د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د پنجشېر ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو لړ مراسمو پرمهال محترم قاري خیر محمد "حقپرست" د پنجشېر ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال تخار ولایت له مرستیال والي سره تر لیدنې وروسته د دې ولایت د زندان نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تخار ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د نوموړي ولایت له مرستیال والي سره ولیدل او د زندانونو چارو، امنیتي. . .

BACK TO NEWS