ولایتي خبرونه:( پروان- غزني) د پروان ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو پلاوو د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره ولیدل

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۱۴
ولایتی

تېره ورځ د دغه ولایت د عدلي او قضایي اورګانونو پلاوو د یاد زندان له مسوولینو سره ولیدل او د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه (حفظه الله) له خوا د زندانیانو د سزا د عفوې او تخفیف اړوند د کوچني اختر په مناسبت د فرمان د پلي کولو په هکله یې ورسره خبرې اترې وکړې.

دا راز، یاد پلاوي د دې ولایت د زندانیانو د جرمي دوسیو او بند مودې تر ارزونې وروسته د نوموړو لیست ترتیب او هغوی ته یې ډاډ ور کړ چې د کوچني اختر د رارسېدو په پار د ا.ا.ا. عاليقدر مشرتابه (حفظه الله) د فرمان په صادرېدو سره به سم په شرایطو  وړ زندانیانو له ډلې به ځېنو ته د قېد په موده کې تخفیف او ځېنې نور به خوشې شي.

 

دیو بل خبر له مخې، د غزني د زندان مسوولین زیاتوي، چې د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره سم د دغه ولایت له زندانیانو سره د همکارو بنسټونو له لورې د ۷۰۰ کېلو ګرامه خرما مرسته شوې چې نوموړو هم په روڼه توګه په نوموړو ووېشلې.

دا راز، د دې زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"د یادې مرستې په موخه د مننې ترڅنګ په نورو داخلي او نړوالي همکارو بنسټونو هم  غږ وکړ چې په دې مبارکې میاشت کې له زندانیانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

 

رمضان المبارک ۴/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۲:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د چارو لا ښه شفافیت په موخه غونډه ترسره شوه

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي مرستيال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په مشرۍ په دې غونډه کې، چې د ادارې د خدماتو رئیس محترم مولوي سیدولي "عبدالله"، د دغه معاونیت د دفتر امر محترم خلیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۳
Background image

لنډ ولایتي خبرونه:( پکتیکا، بلخ )

پکتیکا:

د پکتیکا ولایت نوي امر رسماً په دنده پیل وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په سپارښتنه محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" د یاد ولایت د زندان پرسونل ته د نوي امر په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د پنجشېر ولایت  د زندان (۲۳) تنه زندانيان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام د هدایت او تائیدۍ پر بنسټ د لوی اختر په مناسبت د پنجشېر ولایت د زندان (۱۲) تنه زندانیان عفوه او خوشې او (۱۱) تنو نورو ته د بند به موده کې تخفیف ورکړل. . .

BACK TO NEWS