ولایتي خبرونه: (هرات، پکتیکا، کاپیسا) د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام سلاکار هرات ولایت ته سفر وکړ

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۱۵
ولایتی

 

محترم قاري عبد الله "همدرد" هرات ولایت ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي زندان له مسوولینوو سره د لیدلو ترڅنګ، د نوموړي زندان له اداري، تخنیکي او امنیتي چارو څخه ارزونه وکړله.

ورپسې، د دې ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر په توګه محترم مولوي حیات الله "احمدي" پرسونل ته معرفي کړ.

 داراز، په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې ویناوالو د مخکیني مدیر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

همداراز، محترم مولوي احمدي د ادارې له خوا نوموړي ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او ویې ویل چې دا مسوولیت یو امانت دی او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ به ورسپارل شوې چارې پر وخت ترسره کوي.

پکتیکا:

ورته مهال، د پکتیکا ولایت د زندان لپاره نوی نظامي مدیر وټاکل شو

 

په دې اړه جوړو شویو مراسم کې د پکتیا زندان رئیس محترم قاري عبدالغني عادل په داسې حال کې، چې د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" او یو شمېر نورو سمه ییزو مسوولینو شتون درلود، محترم مولوي عبد المالک "عمري" یې د دې زندان د نوي نظامي مدیر په توګه د نوموړي زندان پرسونل ته معرفي کړ.

همدارنګه نوموړي زیاته کړله، هیله مند یو چې محترم مولوي عمري به زندانیانو او تر خپل لاس لاندې کارکوونکو سره ښه چلند کوي، د دوی له له حاله به ځان تل خبروي، ستونزو ته به په خپل وخت رسېدنه کوي او کارکوونکي به هم له خپل نوي امر سره پوره همکاري کوي.

کاپیسا:

د کاپیسا ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته راټوله او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارله، چې د زلزلې له امله زمونږ ګن شمېر هیوادوال په کې زیانمن شوي دي.

د دې زندان امر، زلزله ځپلو قربانیو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ او غمشریکۍ په څرګندولو سره وویل: دغه زلزله د ټولو افغانانو لپاره یوه ستره او درد ناکه غمیزه وه، او په دې ستر غم کې مونږ ځان شریک بولو.

 

 ربېع الاول ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS