ولایتي خبرونه (ننګرهار، پکتیکا) د ننګرهار ولایت په زندان کې د چپرهار او بهسودو ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ سیالی پیل شوې

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۳:۴۴
ولایتی

د ننګرهار ولایت د زندان د مسوولینو په وینا، د دې ولایت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست او د نوموړي زندان په همغږۍ د والیبال فدراسیون استازولۍ له لوري زندانيانو لپاره د ذهني ارامتیا او سالمې تفریح په موخه د یاد محبس میدان کې د زندانیانو او مسوولینو په شتون د والیبال سیالي پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د چپرهار او بهسودو ولسواليو د واليبال لوبډلو تر منځ ترسره شوه چې په پايله کې د چپرهار لوبډلې د یوې پیاوړي لوبې په کولو سره مقابلې لوبډلې ته د ۳ پر صفر میدانونو په ګټلو سره ماتې ورکړه.

دا راز، د دې ولایت د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید"  وویل: له دغو سیالیو یې موخه زندانیان په سالمو او مثبتو کړنو بوخت ول دي څو روحي فشار یې کم او د یوالي همکارۍ او ورورولۍ احساس یې لا پیاوړی شي، چې له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

د یادونې ده چې په دې سیالیو کې د نوموړو والسوالیو لسو لوبډلو ګډون کړی او یادې سیالۍ به له لس ورځې دوام وکړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت زندان ملکي او نظامي پرسونل ته د ظرفیت لوړونې په موخه دوه  ورځینی سمینار ترسره شو

 

د دې  ولایت د زندان د امر مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت ملکي او نظامي پرسونل ته د زندانیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، داعاشې‌، اباتې‌، د بندیانو‌ د انتقال، د هغوی‌ د تسلیمولو‌ طریقه ‌او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو ترڅنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.

 

 

محرم الحرام ۱۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS