ولایتي خبرونه (غزني- سمنګان) د غزني ولایت په زندان کې د ا.ا.ا. پېژندنې سیالۍ ممتازو زنداني ګډونوالو لپاره ستاینغونډه وشوه

یاده سیالۍ چې د دغه ولایت د زندان د مسوولینو له لوري جوړه او څو ورځې د مخه یې له یو شمېر زنداني ګډونوالو څخه د ارزونې په موخه ازموینه اخیستل شوې وه، نن یې په ممتازو ګډونوالو په جوړه شوې ستاینغونډه کې چې د دې ولایت یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو هم شتون درلود د ستاینې ترڅنګ ډالۍ ووېشل شوې.
د یاد زندان د رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په وینا د دغې سیالۍ موخه د دولت او راعیت تر منځ د واټن ختمول او د زندانیانو سالمه بوختیا یاده کړه.
همدا راز، د نوموړي په وینا، د دې سیالۍ لومړي ممتاز ګډونوال ته لپټاپ کمپیوټر او ورپسې نورو ته د ګڼو ډالیو ترخوا نغدي مرسته وشوه.
د یو بل خبر له مخې، د سمنګان ولایت د ښځينه محبس د بیا رغونې چارې پایته ورسېدې
د یاد ولایت د محبس د مسوولینو په هڅو او د همکارو بنسټونو له لوري د دې ولایت په ښځینه محبس کې د بیا رغونې چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې پایته ورسېدې.
د نوموړي محبس د امر محترم قاري نورمحمد تالقاني په خبره، په یادو چارو کې رنګمالي او د ویجاړو شویو برخو بیا ترمیم شامل وو، چې د بیا رغونې چارې یې په ښه او معیاري توګه بشپړې شوې او له امله به یې محبوسینو ته لازمې او د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
ربیع الثاني ۲۷/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت