ولایتي خبرونه:(سرپل، بغلان) د سرپل ولایت د زندان زندانیانو ته د (عقاید اسلام) کتاب تر نامه لاندې شپږ ورځینی سیمنار پېل شو

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۴:۵۴
ولایتی

دغه سیمنار، چې د یاد ولایت زندان د مسوولینو په همغږۍ او د نوموړي ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لورې د زندان کارکوونکو او زندانیانو ته د ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی، چې د شپږو ورځو په موده کې به ګډونوالو ته د عقاید اسلام کتاب په اړه هر اړخیز معلومات ورکړل شي. ‎

د نوموړي ولایت د زندان امر محترم ملا ګل محمد "بلخي" په وینا، دغه سمینار کې زندانیانو ته د پوهې لوړونې، منکراتو څخه د مخنيوي، په ټولنیز ژوند کې چلند او د نورو حقونو په هکله به معلومات ورکړل شي.

داراز، ګډونوالو د یاد سمینار په جوړولو خوښي وښوده او وویل؛ چې دا ډول برنامې دوی سره مرسته کوي څو له اسلامي عقایدو او ټولنیزو حقونو څخه خبر او په ژوند کې یې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.

بغلان:

د بغلان د زندان پرسونل او زندانیانو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې

 

د دغه ولایت د زندان مسوولین زیاتوي، تېره ورځ په یاد زندان کې د ورزش مینه والو زندانیانو او  پرسونل د ټېمونو  ترمنځ دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د نوموړو مسوولینو  په وینا، دغو سیالیو موخه د دواړو لورو ترمنځ د یوې ښې او سالمې فضا رامنځ ته کول وو، څو له یوې خوا زندانیان د خپګان احساس ونه کړي او له بلې خوا ورته د ورزش زمینه برابره شي او پرمټ یې روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا ترلاسه کړي.

ربیع الاول ۲۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS