ولایتي خبرونه(تخار، بغلان) د تخار ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د دې ادارې ولایاتو سره د اړیکو ریاست د چارسمبالي د محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ یو پلاوی تخار ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم مولوي خیر محمد د تخار ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو ویناوالو د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امر محترم مولوي خیر محمد د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ پر مخ وړي.
د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان لپاره د بریښنا نوی سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د دې ادارې د ولایاتو سره د اړیکو ریاست د چارسمبالي محترم قاري رحیم الله "مدني" او د بغلان ولایت د زندان مسوولینو هم حضور درلود د دې ولایت د زندان بريښنا نوی سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د یاد زندان د مسوولینو په وینا د یاد سیستم په فعالیدو سره نوموړی زندان په ۲۴ ساعته توګه منظمه بریښنا لري او په دې برخه کې د یاد زندان د بریښنا ستونزه په بشړه توګه هواره شوه.
ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت