ولایتي خبرونه(تخار، بغلان) د تخار ولایت د زندان لپاره نوی امر په دنده وګومارل شو

news_admin
Sat, Jun 15 2024 11:38 AM
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه د دې ادارې ولایاتو سره د اړیکو ریاست د چارسمبالي د محترم قاري رحیم الله "مدني" په مشرۍ یو پلاوی تخار ته په سفر ولاړ، او د ادارې له اړتیا سره سم یې محترم مولوي خیر محمد د تخار ولایت د زندان د نوي امر په توګه د زندان پرسونل ته معرفي او نوموړي رسماً په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

داراز، په دې اړه د جوړو شویو مراسمو ویناوالو د نوموړي ولایت د زندان د مخکیني مسوول کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له ملکي او نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړه.

په ورته وخت کې، د دې زندان نوي امر محترم مولوي خیر محمد د زندانونو چارو د سمون ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو مننه وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسولیتونه به په پوره رېښتینولۍ پر مخ وړي.

 

د یو بل خبر له مخې، د بغلان ولایت د زندان لپاره د بریښنا نوی سیستم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

 د دې ادارې د ولایاتو سره د اړیکو ریاست د چارسمبالي محترم قاري رحیم الله "مدني" او د بغلان ولایت د زندان مسوولینو  هم حضور درلود  د دې ولایت د زندان بريښنا نوی سیستم فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد زندان د مسوولینو په وینا د یاد سیستم په فعالیدو سره نوموړی زندان په ۲۴ ساعته توګه منظمه بریښنا لري او په دې برخه کې د یاد زندان د بریښنا ستونزه په بشړه توګه هواره شوه.

 

ذوالحجة الحرام ۸/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS