ولایتي خبر:(خوست) د خوست ولایت د زندان د امنیتي پرسونل له خوا د تراوېح لمونځونو پرمهال د قرآن عظیم الشان ختم پایته ورسېده
د یاد زندان امر محترم مولوي ذبیح الله "طلحه" په دې اړه په جلا جلا توګه د جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې د روژې مبارکې میاشتې د فضلیتونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل: « دا چې دا د رحمت، برکت او مغفرت میاشت ده، نو د قران کریم تلاوت او نور عبادات د نورو میاشتو په پرتله ډېر ثواب او اجر لري او د مسلمانانو د نفس د تزکیې، اصلاح او تقوا لامل ګرځي».
د یادو مراسمو په پای کې، د نوموړي زندان پرسونل د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د بقا، په هېواد کې د امنیت، سولې، سوکالۍ، پرمختګ او یووالي د لا ښه ټینګښت لپاره د خیر دعاوې وکړې.
رمضان المبارک ۲۰/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
