زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال په مشرۍ یو پلاوی خوست ولایت ته په سفر ولاړ

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۴:۵۶
خوست

د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"  په داسې حال کې چې د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم نظر محمد "ناصري" د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" او یو شمېر مسوولینو یې ملتیا کوله خوست ولایت زندان ته لاړ او هلته یې د زندان امنیتي وضعیت له نږدې وارزاوه او د امنیت لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

دا راز، پلاوي د یاد زندان له زندانیانو سره ولیدل او هغوی ورته د خپل حالت او د زندان د مسوولینو له خوا د مناسبو خدمتونو وړاندې کولو په اړه معلومات ورکړل او هم یې ځینې غوښتنې لرلې، چې د پلاوي له لورې ورته د رسېدنې ژمنه وشوه.

دغه راز، پلاوي تر دې ليدنې وروسته د نوموړي زندان اداري او امنيتي وضعيت هم له نږدې وارزاوه او د امنیتي ټاورونو د څارلو ترڅنګ يې له امنیتي اړخه زیانمنونکي ځایونه په نښه او د هغو د امنیت لاښه ټینګښت لپاره یې د زندان مسوولينو ته لازمې لارښوونې وکړې.

په پای کې، محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله بدر  په مشرۍ پلاوي د نوموړي زندان د  پرسونل او زندانیانو د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، کانتین، تعمیراتي او روغتیايي چارو وضعیت له نږدې وارزاوه او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او غوښتنو ته د رسېدنې په موخه اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

 

ربېع الاخر ۲۱/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۵:۳۳
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د ننګرهار ولایت له زندان څخه لیدنه وکړله  

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب". . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۴:۱۷
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کونړ ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره مولوي رحمت الله" محمد " د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د لغمان ولایت له زندان څخه د لیدنې او ارزونې سربېره د یاد زندان لپاره محمد ایوب "ناصر" د نوي نظامي مدیر  په توګه پرسونل ته معرفي کړ  

په دې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې د دغې ادارې د داخلي پلټنې رئیس محترم الحاج ډاکټر غوث الدین "سیف"، د کشف. . .

BACK TO NEWS