د یونیسف او هایسو موسسې له لوري د سمنګان ولایت  د ښځینه محبوسو میندو ماشومانو او د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز محجوزینو  سره د ژمنیو  او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۳۶
سمنگان


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو  د ماشومانو څخه د ملاتړ  صندوق یا "یونیسف" او هایسو موسسې له لوري په داسې حال کې چې  د زندانونو چارو د سمون اداري د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د زندان او یو شمير نورو ولایتې مسوولینو هم  شتون درلود ، د یاد ولایت له ښځینه محبس د زنداني میندو ماشومانو  او  د نوموړي مرکز په محجوزینو  د ژمنیو او اړتیا وړ توکو د مرستې له جملې چې په کې جمپرونه، بوټونه، دستکشې، جورابې، د غاړې دستمالونه او یو شمیر نور توکي شامل وو،  د پلاوي په شتون کې په روڼه توګه  ووېشل شول.
په ورته وخت کې، پلاوي یادو مرستو په تړاو له یونیسف او هایسو موسسې څخه د خوښۍ ترڅنګ په دې ساړه موسم کې دغه مرستې  اړینې وبللې او ترخوا یې په نورو داخلي او نړیوالو بنسټونو هم غږ وکړ چې له دوی سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

په پای کې،  د یونیسف او هایسو موسسو استازو  له لوریو په راتلونکې کې هم  د مرستو د دوام ډاډ ورکړل شو .

جمادي الثاني ۲۰/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS