د کابل څرخي پله مرکزي زندان له نظامي پرسونل څخه د ادارې په شپې لېسه کې د شاملېدو په موخه د سویې ازموینه واخیستل شوه

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱ - ۱۳:۴
تعلیم و تربیه

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په لارښوونه او د ادارې د ښوونې او بیا روزنې د رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" په هڅو  د پوهنې وزارت په همکارۍ نن (سې شنبې) په داسې حال کې چې د دغه وزارت د ازموینو د کمېټې رئیس محترم مولوي عبدالواحد هم شتون درلود د ادارې له یو شمېر نظامي پرسونل څخه په شپې لېسه کې د شاملېدو په هدف د سویې ازموینه واخیستل شوه.
د محترم مولوي سادات په وینا:« یاده ازموینه د هغو نظامیانو لپاره ده چې په تېر کې یې د ځینو ستونزو له امله زده کړې نیمګړې پاتې شوې وې، د ادارې په هڅو مو ورته دا فرصت برابر کړی څو د رسمیاتو څخه وروسته د ادارې په شپې لېسه کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.
نوموړي زیاته کړه: «یاده ازموینه چې تېر کال هم اخیستل شوې وه اوس په دوهمه دوره کې یې له ۵۵ تنو ګډونوالو څخه د سوېې ازموینه واخیستل شوه چې له مخې به یې د دې ښوونځي په مختلفو ټولګیو کې شامل او خپلو زده کړو ته به دوام ورکړي».

جمادي الاول ۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS