د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي محبس کې د نارینه محبوسینو د والیبال لوبډلو ترمنځ د نیمه پایلوبې سیالۍ ترسره شوې

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۵ - ۱۱:۲۱
والیبال

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په همکارۍ شاوخوا یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، تېره ورځ ناوخته یې د نیمه پایلوبې سیالۍ ترسره شوې.

د دغې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، چې د دې ادارې د بشري سرچینو رئیس محترم مولوي ضیاالرحمن"سعید"، د خدماتو رئیس محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار"، له ولایتونو سره د اړیکو رئیس محترم مولوي عبدالفتاح "فاتح" او یو شمېر نورو مسوولینو او مینوالو محبوسینو شتون درلود په خپلو خبرو کې وویل، دا سیالۍ د څرخي پله مرکزي زندان د نارینه محبس د پینځه ګونو بلاکونو د والیبال د پینځو لوبډلو ترمنځ روانې وې، چې په ترڅ کې یې د پینځم بلاک لوبډلې خپلې ټولې لوبې وګټلې او پایلوبې ته ووتله.

هغه زیاتوي، چې تېره ورځ بیا د اووم او نهم بلاک د لوبډلو ترمنځ لوبه وشوه او د ۷ بلاک لوبډلې وکولی شول نهم شاته پرېږدي او پایلوبې ته ځان ورسوي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا د دغو سیالیو موخه په زندانونو کې د زندانیانو لپاره د تفریح او سالمې فضا رامنځته کول، له خپګان، استرس او د وخت د بېځایه ضایع کېدو څخه مخنیوی او د روحي او جسمي روغتیا او سلامتیا خوندیتوب دی.

هېره دې نه وي، چې دمګړۍ یادې سیالۍ د هېواد د ۱۱ ولایتونو په زندانونو کې روانې دي او په راتلونکې کې به یې لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

د یادولو ده، چې د مرکزي محبس د والیبان د اووم او پینځم بلاک د لوبډلو ترمنځ پایلوبه به راتلونکې یکشنبې ترسره شي.

 

ربیع الاول ۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، لغمان، غزني، غور) د بادغیس ولایت د زندان مسوولینو د کونړ ولایت له زلزله ځپلو سره مرسته وکړله

د نوموړي زندان مسوولینو وویل، د یاد زندان د مسوولینو له لورې د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره مالي مرسته را ټوله کړې او د یاد ولایت د مرستو راټولو کمېسیون ته یې وسپارل، چې د زلزلې له امله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۴۴
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له مشرې  سره تودیعي ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې یو شمېر رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۳۸
Background image

د کونړ ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا مولوي نعمت‌الله "زيد" د کونړ ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او په رسمي ډول یې خپله دنده پیل کړله.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د ننګرهار. . .

BACK TO NEWS