د کابل ولایت د څرخي پله د مرکزي محبس او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ټېم ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوه

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۸ - ۹:۴۹
والیبال

دغه سیالۍ چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لورې او د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په ملاتړ په لاره اچول شوې وه تېره ورځ په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم "طارق" په دې اړه جوړ شویو مراسمو کې چې د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد" د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د داخلي تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي"، د پلان او پالېسۍ رئیس محترم چهاریقل "ادیب" د المپیک ملي کمېتې د المپیکي چارو رئیس محترم داد محمد "پاینده"، د افغاني سرې میاشتې د حقوقي چارو رئیس محترم مولوي ثنا‌ءالله "شېرزاد" او یو شمېر نورو مسولینو او مینه والو محبوسینو شتون درلود په خپلو خبرو کې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې د مسوولینو څخه په مختلفو لوبېزو برنامو کې د همکارۍ  او د سرې میاشتې له مسوولینو څخه په یادې سیالۍ کې د ګډون په موخه مننه او زیاته یې کړله چې دلته زندانیانو ته ښوونه، روزنه، ورزشي او اصلاحي پروګرامونه ورکول کېږي نه کومه سزا.

داراز، د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال زیاته کړله چې د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري زندانیانو ته ټول سهولتونه برابر شوي څو نوموړي په غوره چاپېریال کې خپله د بند موده پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري په خپلو خبرو کې وویل چې د هېواد په ټولو زندانونو په ځانګړې توګه په زونونو کې به هم زندانیانو ته ورته ورزشي برنامې برابرې کړي.

دغه راز، د المپیک ملي کمېتې د المپیکي چارو رئیس محترم داد محمد پاینده او د افغاني سرې میاشتې د حقوقي چارو رئیس محترم مولوي ثنا‌ء الله شېرزاد د ورزش په ګټو د خبرو ترڅنګ زیاته کړله: د خوښۍ ځای دی چې د ا.ا.ا زندانونو کې زندانیانو ته د نورو پاملرنو ترخوا د هغوی بدني روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه کېږي.

د دې سیالۍ په پای کې سرې میاشتې ټولنې ۱-۲ د کابل ولایت د مرکزي محبس ټیم ته په ماتې ورکولو سره بریا خپله کړله.

هېره دې نه وي، چې د دې سیالۍ په وروستېو کې د لوبغاړو د لا هڅونې په موخه کپونه، مډالونه، ورزشي وسایل او نغدي جایزې هم ورکړل شوې،

 

شوال المکرم ۱۹/۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۲:۵۵
Background image

ولایتي خبرونه:(بادغیس، غور) د بادغیس ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان امر محترم ملا سید باران "عدالتي" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د بلامرغاب ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال لومړی د یادې ولسوالیو د توقیفخونو مسوولینو له پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۹:۵۸
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان (۶۶۹) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۳۰ - ۱۳:۴۶
Background image

ولایتي خبرونه: (کندز، غزني، پروان) کندز: د کندز ولایت د زندان (۱۵۵) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون دارې په. . .

BACK TO NEWS