د کابل ولایت د مرکزي محبس پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره پایته ورسېده

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۵ - ۱۱:۲۴
نتایج امتحان

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست له لوري د مرکزي محبس ملکي او نظامي پرسونل لپاره د فقهي زده کړو لومړۍ دوره، چې څه موده وړاندې پیل شوې وه نن(پنج شنبې) د دغې دورې ممتازو برخوالو ته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ډالیو په ورکولو سره پایته ورسېده.

د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوی عبدالوارث "سادات" د یادو مراسمو پرمهال، په داسې حال کې چې د ادارې د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوی صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر دیني عالمانو هم شتون درلود، د نوموړې دورې ګډونوالو ته وویل: « خوښ یم چې تاسو په دومره لیوالتیا سره په دینې زده کړو کې ګډون کوئ ستاسو له ارزونې وروسته چې موږ کومه مثبته پایله ترلاسه کړه د ستایلو وړ ده، نو زموږ هیله ده کوم فقهي مسایل چې تاسو دلته زده کوئ له خپلو کورنیو سره هم شریک کړئ نو هم به مو ثواب زیات شي او هم به مو کورنۍ له دې زده کړو برخمنې شي.»

دا په داسې حال کې ده، چې سر له سبا به د فقهي درسونو بله دوره پیل شي او په کې به نور مهم فقهي مسایل یاد پرسونل ته ور زده کول کېږي.

 

محرم الحرام ۱۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS