د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو لپاره فني- روزنیز ټولګي پرانیستل شول

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۰:۴۵
مرکز اصلاح و تربیت

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(یکشنبې) په داسې حال کې، چې د ادارې د مقام سلاکار محترم مولوي اسدالله "مولانا"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي مالي " اخندزاده"، د مقام د دفتر رئیس محترم عبیدالله " اخلاص"، ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات"، د دعوت او ارشاد رئیس محترم مولوي صدیق الله " صدیقي"، د تعمیراتو رئیس محترم مولوي عبدالرحمان، د یاد مرکز رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري" او یو شمېر ملکي او نظامي مسوولینو او محجوزینو هم شتون درلود، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو لپاره د فني- روزنیز ټولګي پرانیستل.
یاد ټولګي، په کابل کې د یونیسف او اشیانې دفترونو له خوا تمویلېږي.
محترم بدر د دې ټولګیو پرانیستل په نوموړي مرکز کې د شتو محجوزینو لپاره ډېر ګټور وګڼل او زیاته یې کړه، که له یوې خوا روزونکي د محجوزینو پر ښې روزنې زحمت ګالي، نو له بلې خوا محجوزینو ته هم لازمه ده، چې خپل وخت بېځایه ضایع نه کړي.
همداشان، د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او روزنې رئیس محترم مولوي عبدالوارث "سادات" وویل، په دې ټولګیو کې به د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو ته د برېښنا مزو غځونې، اوبو نل غځونې، مبایل جوړونې او خیاطۍ په برخه کې لازمې روزنې ورکول کېږي.
په ورته وخت کې، د نوموړي مرکز محجوزین ماشومان د دغو فني- روزنیزو ټولګیو پر پرانیستلو د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي، دوی به په دې ټولګیو کې هم د خپلې خوښې کسب زده کوي او هم به یې په مرکز کې د حجز وخت نه ضایع کېږي.

ربېع الاول- ۱۳/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS