د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه (۱۶۵) تنو محجوزینو د قرانکریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو دوره پایته ورسوله

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۳ - ۱۱:۵۰
بل

د دغې دورو د پای غونډې په مراسمو کې، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین محترم مولوي مهاجر"فراهي"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله ‎"حقاني"، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد "ناصري"، د یاد مرکز محجوزینو فارغانو د کورنۍ غړو او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دوی د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو د دورو د پایته رسېدو مبارکي ویلې او نوموړو محجوزینو ته یې په نورو دیني او عصري برنامو کې هم د ګډون لارښوونه وکړله.

همداشان، د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین د یادې غونډې پرمهال د قرآن عظم الشان پر فضیلت او د بنديانو د اصلاح په اړه خبرې وکړلې او د حفظ، ناظرې دورو او حرفوي زده کړو (کسب زده کړې) دوامدار تنظيم او ترتیب یې نيک ګام یاد کړ او په زندان کې یې د دا ډول برنامو پرمخ وړل یو مثبت ګام وباله او د زندان له رهبرۍ څخه یې د مننې تر څنګ د نورو دیني برنامو پر عملي کولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې، د یاد مرکز رئیس محترم مولوي حقاني د مراسمو ګډونوالو ته په خبرو کې وویل؛ هڅه کوو څو په راتلونکې کې د دا شان نورې دیني، ښوونیز او روزنیزې برنامې لا هم زیاتې کړو، دا په داسې حال کې دی چې په تیرو دریو کلونو کې په زرګونه محجوزین د بېلا بیلو دیني او حرفوي زده کړو له ښوونځیو او مدرسو څخه فارغ شوي دي.

داراز، په یادو مراسمو کې  د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظرمحمد ناصري وویل؛ پخوا به په یاد مرکز کې دا ډول ګټورو او روزنیزو برنامو خدمات او اسانتیاوې نه وې، خو نن الحمد لله ماشومان په یاد مرکز کې د قران کریم حفظ، ناظره او کسب زده کړې کوي، څو پرمټ یې محجوزین وکولی شي له ناوړه کړنو لرې او له بنده تر ازادېدو وروسته خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شي.

هېره دې نه وي، چې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې د قرانکریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو زده کړو برنامو له لارې (۱۶۵)تنه محجوزین فارغ شول، چې له دې جملې څخه د قران کریم حفظ (۵) تنه، د قران کریم ناظرې څخه (۳۰) تنه، د پنځو حرفوي زده کړو( موبایل ترمیم، نل دواني، بوټ ګنډنې، خیاطۍ او د بریښنایي وسایلو ترمیم) له ټولګیو څخه (۱۳۰) تنه او (۱۰) تنه نورمحجوزین د سیرت النبي (صلی الله علیه وسلم) سیالۍ څخه فارغ شول.

په پای کې، یادو فارغ شویو محجوزینو ته د فضیلت پګړۍ پر سر تړلو، ډالیو او تصدیق پاڼو په ورکولوسره یاد مراسم د خیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

شعبان المعظم ۲۴/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS