د پکتیکا ولایت د زندان امر او مل پلاوي د دې ولایت د ارګون ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۰ - ۱۴:۲۱
پکتیکا

د دې ولایت د زندان امر محترم مولوي محمد هاشم "حقاني" او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت ارګون ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، یاد پلاوي د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ له ملکي او نظامي مسوولینو سره له نږدې وکتل او دواړو خواوو د دې ولسوالۍ د توقیفیانو د ستونزو د حل په موخه سلا مشورې وکړې.

ربیع الاول ۱۷/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د غزني ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي یې د دې ولایت د ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه ارزونه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" او مل پلاوي د نوموړي ولایت د ګیلان او مقر ولسوالیو له توقیفخونو څخه د لیدنې پرمهال د یادو توقیفخونو له مسوولینو سره پر اړوندو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي هرات ولایت ته سفر وکړ

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې د دغي اداري د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبدالشکور"طیب" او یو شمېر. . .

BACK TO NEWS