د پنجشېر ولایت د استیناف محکمې او د عامه امنیت د دیوان رئیسانو د دې ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د دغه ولایت د استیناف محکمې او عامه امنیت د دیوان رئیسانو د نوموړي زندان له مسوولینو سره په لیدنه کې د زندانیانو د محاکماتي چارو او دوسیو څېړلو په هکله خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د یاد ولایت له زندانیانو سره هم له نږدې ليدلي د هغوی ستونزې او غوښتنې یې اورېدلي، چې زندانیانو د پلاوي په ورتګ خوښي څرګنده کړې او د خپلو جرمي دوسیو د ژرڅېړلو غوښتنه يې ترې وکړه.
په ورته وخت کې، نوموړي پلاوي د یاد زندان له مسوولینو څخه د زندانیانو د محاکماتي چارو په موخه د زمېنې له برابرولو مننه وکړه او زندانیانو ته یې ډاډ ورکړ چې دوسیو ته به یې په وخت رسېدنه وکړي.
ربیع الاول ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت