د پروان ولایت زندان له یو تن پایواز څخه نشه يي توکي کشف او ضبط شو
یو تن پایواز چې غوښتل یې یو اندازه نشه یي توکي (چرس) د پروان ولایت زندان ته ولېږدوي، د دغه زندان د بیدارو امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا د کره تلاشۍ پرمهال ترې کشف، ضبط او له لېږدوونکي سره یوځای د یوې دوسیې په ترڅ کې رسماً اړوندې برخې ته د لا نورو څېړنو لپاره وسپارل شول.
محرم الحرام ۱/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
