د پروان زندان له زندانیانو سره د مینځلو توکو او د البسې کڅوړو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په هڅو او د زندانیانو روغتیا ته د پاملرنې په لړ کې، دا ځل د پروان زندان له زندانیانو سره د مینځولو توکو او د البسې کڅوړو مرسته وشوه.
داراز، د نوموړي زندان مسوولینو یاده مرسته د ناروغیو په مخنیوي او د زندانیانو روغتیا ته د پاملرنې په برخه کې اړینه وبلله او زیاته یې کړه چې یاده مرسته به په شفافه او عادلانه توګه په زندانیانو وویشي.
صفر المظفر۲۸/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
