د همکارو بنسټونو له لوري د غزني زندان سره د ژمنیو توکو مرسته وشوه
د دې ولایت د زندان د رئیس محترم قاري عبدالغني"عادل" په وینا د همکارو بنسټونو له لوري د مرستو پر دوام، تېره ورځ له نوموړي زندان سره د ژمنیو توکو له جملې چې کمپلې، جرابې او پټوان شامل دي مرسته وشوه.
د یادولو وړ بولو، چې یاد توکي د دغه ولایت د زندان د اړوندو مسوولينو له خوا د نوموړې بنسټونو د استازو په شتون کې په روڼه توګه په زندانیانو وويشل شول.
ربېع الثاني ۱۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو امریت