د هلمند ولایت په زندان کې د وسایطو ترمیمولو یو ورکشاپ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۹ - ۱۵:۴۳
هلمند

د یاد زندان رئیس محترم مولوي بهاوالدین "عاطف" وايي، نوموړی ورکشاپ چې په اساسي ډول جوړ، په اړتیا وړ تخنیکي توکو سمبال او د مسلکي تخنیکي کسانو له خوا پرمخ وړل کېږي، په کې به د یاد ولایت د زندان اړوند ټول نقلیه وسایط ترمیمېږي.
د محترم مولوي عاطف په خبره، پخوا به دوی له یوې خوا د هلمند ولایت په زندان پورې اړوند دولتي نقلیه وسایط له زندانه بهر په لوړه بیه ترمیمول او له بلې خوا به یې د امنیت په اړه اندېښمن وو.
هغه زیاتوي، چې تر دې وروسته به هم دوی په خپل ورکشاپ کې اړوند وسایط په ارزانه ترمیموي او هم به له یادې اندېښې په امان کې وي. 
په ورته وخت کې د هلمند ولایت د زندان مسوولین وايي، دوی د دغه زندان د وسایطو د ښې ساتنې په موخه یو سرپټی ځای په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی دی.

جمادي الثاني- ۱۶/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۹:۵۰
Background image

ولایتي خبرونه: (بلخ، کندهار، کونړ، پکتیا) د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د بلخ ولایت د زندان (۱۵۶۴) تنو زندانیانو سره د روغتیایي کېټونو او ژمنیو توکو مرسته وکړله

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست سره په همغږۍ د یاد ولایت د زندان (۱۵۶۴)تنو زندانیانو لپاره د روغتیایي کېټونو او د اړتیا. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۹:۲۱
Background image

د پکتیا ولایت د زندان رئیس د پکتیکا ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ د لارښوونې پر بنسټ د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" سره ولیدل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۲
Background image

ولایتي خبرونه ( پکتیکا، غزني، پکتیا ) د پکتیکا ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز محجوزینو  لپاره یو مجهز کمپیوټر لب جوړ شو

د پکتیکا ولایت زندان مسوولینو په وینا، د محجوزینو د ښې روزنې لپاره یو مجهز کمپیوټر لب د دې ولایت د کډوالو او رستنېدونکو او کار ټولنیزو چارو رئیسانو په حضور کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.. . .

BACK TO NEWS