د هرات او بادغیس ولایتونو له زندانونو څخه څه باندې (۵۲۸) تنه زندانیان او محجوزین خوشې شول

news_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۲۲ - ۱۷:۸
هرات

د سترې محکمې د عالي مقام او د جنوب غرب زون د تمیز لوی ریاست په سپارښتنه او د هرات او بادغیس ولایتونو د مرافعې محکمو د ریاستونو په وړاندیز د جنوب غرب زون د پلټنې یوه درې کسیز پلاوي ته دنده سپارل شوې وه چې د یادو ولایتونو له زندانونو څخه لیدنه، د زندانونو او زندانیانو وضعیت له نږدې وارزوي چې د نوموړي  پلاوي له لوري په دې ارزونه کې معلومه شوه چې د هرات او بادغیس د زندانونو ودانیو ته د زلزلې له امله زیان رسېدلی او د نړېدو خطر لري نو د زندانیانو د خوندیتوب په موخه د (۵۲۸) زندانیان چې ۱۱۳ تنه ښځینه ۵ تنه محجوزینو په شمول هغه زندانیان چې حق العبدۍ مسوولیت يې نه درلود، د خپل قيد ډېره موده يې تېره او د اصلاح نښې په کې ليدل شوې وې نوملړ یې ترتیب او د جنوب غرب زون د تمیز د عالي مقام  په سپارښتنه د یادو ولایتونو له زندانونو څخه خوشي شول.
د یادونې ده چې د یادو ولایتونو له زندانونو څخه د خوشې کېدو دا لړۍ دوام لري.

ربیع الاول ۲۹/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست 
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۱۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د څارنې او ارزونې ریاست له لورې د مرکزي واحدونو مسوولینو ته د ربعوار راپور د چوکاټ تشریح تر نامه لاندې یو ورځینۍ سمینار ترسره شو.

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي ضیاألرحمن "سعید" په داسې حال کې، چې د ادارې یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون درلود، د یاد سمینار پر ارزښت سربېره په چارو کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۲:۰
Background image

د بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لورې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په همکارۍ د دې ادارې د مرکز او ولایتونو یو شمېر مسوولینو ته د «بیړنیو حالاتو د چمتووالي او احتمالي پلان جوړونې» تر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۴۹
Background image

د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لورې د بلخ ولایت له زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته کې، چې د کالیو منځلو پودر، صابون، غاښونو کریم، ترموزونه، ستلونه او د پاکۍ لپاره نور د اړتیا وړ توکي شامل ول، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو. . .

BACK TO NEWS