د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یو پلاوي د نورستان ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳
ولایتی

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په سپارښتنه، محترم مولوي سهیل سعید په داسې حال کې چې د نورستان ولایت امنیه قوماندان محترم مولوي مل پاسوال اختر محمد مزمل او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د نوموړې ولایت د زندان څخه لیدنې ترڅنګ یاد زندان مسوولینو سره د مرکز او ولایتونو د زندانونو ترمنځ همغږۍ پیاوړي کولو  او زندانیانو ته د لا ښه خدمت وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.

داراز، د نورستان ولایت د زندان مسوولینو د یاد زندان موجوده وضعیت، امنیتي چارو، د  زندانیانو ستونزو او اصلاح او روزنې پروګرامونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

د ننګرهار د زندان رئیس د معلوماتو اورېدو وروسته د نوموړي زندان مسوولینو مننه وکړله او  د لا ښه خدمت وړاندې کولو لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې

په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د زندان رئیس چې د دې ولایت امنیه قوماندان هم ورسره وو، محترم مولوي محمد یعقوب "اسد" د نوموړي ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه معرفي او چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.

 

د یو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت د زندان نوی نظامي مدیر په دنده پیل وکړ.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه، د مسوولینو له لورې د کونړ زندان لپاره محترم احسان الله "محسني"  د نوي نظامي مدیر په توګه د زندان پرسونل ته په معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.

 

جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د مرکز او (۳۳) ولایتونو د زندانونو د ښوونې او بیا روزنې عمومي مدیرانو ته د زندانیانو د اصلاح او روزنې ښه تنظیم  په موخه (۳) ورځینۍ سمینار ترسره شو

 

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"په داسې حال کې  چې د نظا ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۴۳
Background image

د بغلان ولایت د زندان یو شمېر زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) په سپارښتنه د سترې محکمې په مشرۍ او اړوندو نورو امارتي اورګانونو په غړیتوب ټاکل شوي پلاوي په دې وروستیو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یو پلاوي د نورستان ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په سپارښتنه، محترم مولوي سهیل سعید په داسې حال کې چې د نورستان ولایت امنیه قوماندان محترم مولوي مل پاسوال اختر. . .

BACK TO NEWS