د ننګرهار ولایت د زندان رئیس په مشرۍ یو پلاوي د نورستان ولایت د زندان څخه لیدنه وکړله
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري په سپارښتنه، محترم مولوي سهیل سعید په داسې حال کې چې د نورستان ولایت امنیه قوماندان محترم مولوي مل پاسوال اختر محمد مزمل او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د نوموړې ولایت د زندان څخه لیدنې ترڅنګ یاد زندان مسوولینو سره د مرکز او ولایتونو د زندانونو ترمنځ همغږۍ پیاوړي کولو او زندانیانو ته د لا ښه خدمت وړاندې کولو په اړه خبرې وکړې.
داراز، د نورستان ولایت د زندان مسوولینو د یاد زندان موجوده وضعیت، امنیتي چارو، د زندانیانو ستونزو او اصلاح او روزنې پروګرامونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د ننګرهار د زندان رئیس د معلوماتو اورېدو وروسته د نوموړي زندان مسوولینو مننه وکړله او د لا ښه خدمت وړاندې کولو لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د زندان رئیس چې د دې ولایت امنیه قوماندان هم ورسره وو، محترم مولوي محمد یعقوب "اسد" د نوموړي ولایت د زندان نظامي مدیر په توګه معرفي او چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وکړله.
د یو بل خبر له مخې، د کونړ ولایت د زندان نوی نظامي مدیر په دنده پیل وکړ.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف"مستري" په سپارښتنه، د مسوولینو له لورې د کونړ زندان لپاره محترم احسان الله "محسني" د نوي نظامي مدیر په توګه د زندان پرسونل ته په معرفي او رسماً یې په دې بست کې خپله دنده پیل کړه.
جمادي الاول ۲۶/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
